د اوکراین ولسمشر: د اوکراین سقوط سره به اروپا هم سقوط وکړي

د اوکراین ولسمشر ګواښ کړی، که چیرې هیواد یې سقوط شي، نو ټوله اروپا به سقوط وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسي ځواکونه په اوکراین کې د پرمختګ په حال کې دي او د اوکراین د اټومي انرژۍ یو مرکز یې تر بریده وروسته نیولی دی.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر له نړۍ غوښتي دي چې چوپ دې نه پاتې کیږي، ځکه د اوکراین سقوط سره به ټوله اروپا هم سقوط وکړي.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو غوښتي دي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې دې چوپ نه پاتې کیږي.