شمالي کوریا یو ځل بیا لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی

شمالي کوریا یو ځل بیا لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی
بلخوا بیا ملګرو ملتونو په وروستیو کې پر شمالي کوریا فشارونه ډېر کړي چې له ورته ازمويښتونو لاس په سر شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا پر شمالي کوریا د بندیزونو د ډېرولو خبر هم ورکړی و.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شمالي کوریا په روان میلادي کال کې خپل اتم توغندی هم ازمویلی دی.
د جنوبي کوریا دفاعي چارواکي وايي چې شمالي کوریا نن سهار وختي یو لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی دی خو تر دې دمه ددې توغندي نور جزیات روښانه شوي نه دي.
دا په روان میلادي کال کې اتم ځل دی چې شمالي کوریا د توغندیو ازموینه ترسره کوي. تر ډېره یې لرې واټن وېشتونکي او بالستیک توغندي ازمویلي دي.
اړوند موضوعات:
شمالي کوریا خپل تر ټولو لوی توغندی ازمویلی دی
بلخوا بیا ملګرو ملتونو په وروستیو کې پر شمالي کوریا فشارونه ډېر کړي چې له ورته ازمويښتونو لاس په سر شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا پر شمالي کوریا د بندیزونو د ډېرولو خبر هم ورکړی و.






