روس د ډزبندۍ اعلان کړې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
روس په اوکراین کې موقتي اوربند اعلان کړې دې. د روسیې د سیمه ییزو رسنیو په وینا، روسي ځواکونه به د شنبې په ورځ د اوکراین په دوو ښارونو ماریوپول او ولنوواکه ډزې بندي وکړي چې په ترڅ کې به یې ملکي وګړي د خوندي لارو په ذریعه اوویستل شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې مونږ له اوکراین سره د یوې خوندي لارې له لارې د ملکي وګړو د خوندي ویستلو لپاره چمتو یو چې په ماریوپول او ولنوواخا کې د اوربند نه پس ددې سیمو وګړي اووستل شي او لار ورکړو. د روسیې دفاع وزارت وايي، زمونږ ځواکونه به د روسیې پر وخت د شنبې په ورځ سهار لس بجې ډزبندي وکړي.
د یادونې ده چې روس یوه اونۍ وړاندې په اوګرین برید کړي دې او د اوکراین ډیر ښارونه ی کلابند کړي دي خو د اوکراین اولس مشر وایی چې دوی به وسلي و نه غورځوي او جنګ ته به دوام ورکړي.

Leave a reply