قطر او ملګرو ملتونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

قطر او ملګرو ملتونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
انتونیو ګوتریش هم ویلي چې قطر د نړیوالو بشري موضوعاتو په برخه کې همکاري کړې ده او تمه لري چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راتګ کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغيټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې د افغانستان پر روان بشري او اقتصادي وضعیت نظرونه تبادله شوي. قطري لوري ویلي چې دوی د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او د بشري حقونو د رعایت او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.
قطر ویلي دوی غواړي له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د نړیوال پرمختګ او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.
انتونیو ګوتریش هم ویلي چې قطر د نړیوالو بشري موضوعاتو په برخه کې همکاري کړې ده او تمه لري چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راتګ کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.






