پیښور چاودنه، د اسټرالیا لوبډلې روزونکي بیان خپور شوې

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د اسټرالیا کرکټ لوبډلې روزونکي انډریو مکډونالډ د پېښور له چاودنې وروسته یو بیان خپور شوې دې.
د برتانوي خبري اژانس رویټرز په وینا، اندریو مکډونالډ ویلي چې “ټیم په خوندي لاسونو کې دی، خو که وضعیت بدل شي، زموږ امنیتي ټیم به مونږ ته لارښوونه وکړي”.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي دا څرګندونې د پېښور ښار د قصه خواني بازار په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید په پایله کې د ۵۷ تنو د وژل کېدو وروسته شوې مخې ته راغلې دې.
د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې د نیوزي لینډ کرکټ ټیم په پاکستان کې خپلې سیالۍ د ختمیدلو اعلان وکړو او دا بیان ی جاري کړو چې په پاکستان کې د امنیتې ګواښ له وجهې دوی پاکستان ملي لوبډلې سره سیاليو ته دوام نه شوی ورکول، د پاکستان حکومتي چارواکو د نیوزي لینډ دلته سیالۍ نه کول د یو سازش په توګه نړۍ ته ښکاره کړل، شیخ رشید په خبري غونډه کې په ډاګه کړه چې هند په دې سازش کې شریک وو او جعلي بریښنالیک ی د نیوزي لینډ په اړه استولې وو چې بیا روسته نیوزي لیند ټیم په پاکستان کې د سیالۍ کولو څخه انکار وکړو.
دا خبره ضروري ده چې په هندي رسنیو کې دا یو بې بنیاده خبر خپور شوي وو چې د نیوزي لینډ ټیم په پاکستان کې ترهګر په نښه کولې شی او دوی ته سخت خطر راپیښیدې شي.

Leave a reply