باغی ټي وي رپورټ
د پيښور قصه خواني کوچه رسالدار په ځانمرګي برید کې د شهيد شووو دوه پوليس اهلکارو د جنازې لمونځ ملک سعد شهيد پوليس لائن پيښور کښې ادا کړے شو، جنازه کښې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان ګډون کړے دے، د صوبای کابینې نور غړي هم ددوی په جنازه کې شریک وو.
جنازه کښې د صوبائي کابينې غړو کامران بنګش، بيرسټر محمد علي سيف، د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل معظم جهان انصاري، سي سي پي او پيښور محمد اعجاز خان او نورو حکومتي چارواکو هم موجود وو۔
د دواړو شهيد شوو پوليس اهلکارو جنازه په پوليس لائن پيښور کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه۔ د پوليس چتمو ډلې اهلکارو شهيدانو ته سلامي ورکړه .
د یادونې ده چې د پروني ځانمرګي برید ذمه واري داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې چې په کې دوه پولیس اهلکار هم وژل شوي دي.
پیښور، قصه خوانۍ چاودنه کې وژل شوو پولیسو جنازې نمونځ ادا کړې شو










Leave a Reply