داعش ډلې د پیښور ځانمرګي برید ذمه واري په خپله غاړه اخستې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
پرون په پیښور کې د کوچه رسالدار په یوه شیعه مسلک جومات کې د ځانمرګي برید ذمه واري داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې ده.
د داعش ډلې عماق خبري آژانس یوه خبر پانړه خپره کړې چې پکې ویل شوی چې د پیښور د قصه خوانۍ په شیعه جومات کې دوی دا ځانمرګي برید ترسره کړې دې.
د یادونې ده چې په پرون د جمعې پر مانځه مهال د قصه خوانۍ په کوچه رسالدار کې یو ځانمرګي برید ترسره شوی، په دې برید کې څه ۵۷ کسان اووژل شول.

Leave a reply