وزیراعظم عمران خان او سیاسي مشرانو د قصه خوانۍ ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندلې دې

0
163

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په شمول نورو سياسي مشرانو د پېښور ځانمرګي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

د پېښور په قصه خواني بازار کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې د ځانمرګي برید وشو ، د رسنیو د رپورټونو مطابق په دې برید کې ۵۴ کسان اووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شوي دي .
د ځانمرګي برید روسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړي او په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي .
تراوسه پورې ددې برید پړه کوم وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې د پېښور چاودنه د یوې سازش له مخې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅه وه.
د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د پېښور چاودنه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې د خيبر پښتونخوا له چيف سيکرټري او آئي جي څخه يې د چاودنې په اړه رپورټ غوښتی دی.
شیخ رشید ویلي چې د پېښور چاودنې په اړه کوم ګواښ نه دی شوی، هغه ویلي چې بهرني دښمنان غواړي په پاکستان کې امن خراب کړي.

Leave a reply