روسیې د اوکراین تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله

0
148

روسیې د اوکراین تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي‌ خبرداری ورکړی وو چې د زاپروژیا په اټومي‌ بټۍ کې چاودنه به ټوله اروپا له منځه یوسي. د اوکراین زاپروژیا اټومي‌ بټۍ د اروپا تر ټولو لویه او د نړۍ لسمه لویه اټومي‌ بټۍ ده.

(2022 / 3 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروپا په کچه د اوکراین تر ټولو ستره د زاپروژیا اټومي‌ بټۍ روسي‌ ځواکونو لاس ته ولویده.

روسیې پر اوکراین د برید په نهمه ورځ د دې هیواد تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله. روسیې تیره شپه لومړی د زاپروژیا په اټومي‌ بټۍ برید وکړ چې په بټۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

اورلګیدنې ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه اروپا ډیره اندیښمنه کړې وه. همدارنګه د اوکراین د اټومي‌ انرژۍ اژانس اعلان وکړ چې د اروپا تر ټولو ستره د اټومي‌ انرژۍ بټۍ زاپروژیا د روسي‌ ځواکونو لخوا ونیول شوه.

Leave a reply