پېښور کې د چاودنې له امله ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پېښې په سيمه کې پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو بريدګرو لومړی په پوليسو ډزې وکړې او له هغې وروسته يو تن ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پېښور ښار په يو جومات کې د چاودنې له امله ۳۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي او تر ۵۰ زیات ټپيان دي.
راپورونه وايي چې د پېښور ښار قيصه خوانۍ سيمې رسالدار کوڅې په يو جومات کې د دغې چاودنې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان دي.