اوزبکستان د کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو ټينګار کړی

0
110

اوزبکستان د کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو ټينګار کړی

د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ جوړېدو پروژه د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان د استازو له لوري د ۱۳۹۹ کال په دلو کې په تاشکند ښار کې لاسلیک شوه.

 

(2022 / 3 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د یو رسمي سفر په ترڅ کې پرون پاکستان ته تللی دی.

د اوزبکستان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ګډ خبري کنفرانس کې په نږدې راتلونکي کې د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو، چې پاکستان او منځنۍ اسیا له نړیوالو مهمو بندرونو سره نښلوي، ټينګار وکړ.

شوکت میرضایف ویلي، چې د نوموړي په باور د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ چې د پېړۍ په پروژې پېژندل کېږي، د سیمې له پراختیا سره مرسته کوي. نوموړي دا پروژه د سیمې ګډ راتلونکی وباله او ویلي يې دي، چې د اوسپنې پټلۍ دا پروژه به سیمه په بشپړه توګه بدله کړي.

د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ جوړېدو پروژه د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان د استازو له لوري د ۱۳۹۹ کال په دلو کې په تاشکند ښار کې لاسلیک شوه.

اوسنیو چارواکو هم له اوزبکستاني چارواکو سره د دغې پروژې پر پېلېدو خبرې کړې دي.

Leave a reply