پیښور د جمعې مونځ په مهال چاودنه شوې ده

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په قصه خواني سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جامع جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د جیو رپورټ مطابق د ریسکیو سرچینو چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي چې۵ تنه ټپیان شوي دي.ریسکیو سرچینې وائي چی د ۳۰ شهیدانو جسدونه لیډی ریډنګ هسپتال ته راوړل شوی او زخمیان هم هسپتال ته رسولی شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.د ليډي ريډنګ روغتون وياند وايي، په چاودنه کې د لسو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.د یادونې ده چې پیښور د ترهګرۍ څخه په دې لنډ تیر وخت کې هم بد متاثر شوې دې، په سوونو شمیر کې کسان په ترهګریز بریدونو کې وژل شوي دي، د ټولو بده چاودنه په ۱۶ دسمبر کال ۲۰۱۴ کې په آرمي پبلک سکول،کالج کې شوې وه په کومه کې چې تر ۲۰۰ پورې زده کونکو او استاذان وژل شوي وو.

Leave a reply