ملا یعقوب: د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو ته ژمن یو
ملا یعقوب: د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو ته ژمن یو
بلخوا بیا د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي، چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته هیچا داسې فکر نه کاوه چې څوک به د امریکا خلاف مقابله وکړي خو بلاخره امریکا افغانستان کې ماتې وخوړه.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب وايي، چې افغان پوځ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او ا.ا د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو ته ژمن دی.
نوموړی وايي که افغانستان پیاوړی پوځ ولري، هیڅوک به پر دې هېواد یرغل ته زړه ښه نه کړي.
ورته مهال نوموړی وايي، چې ا.ا په نورو هېوادنو کې د مداخلې اراده نه لري او د خپلو اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د سیمې او نړۍ هېوادنو سره ښه تعامل غواړي.
بلخوا بیا د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي، چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته هیچا داسې فکر نه کاوه چې څوک به د امریکا خلاف مقابله وکړي خو بلاخره امریکا افغانستان کې ماتې وخوړه.