د اوکراین ولسمشر له پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې
د اوکراین ولسمشر له پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې
د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي د روسیې له ولسمشر ولادمير پوتين غوښتي چې خبرو ته سره کېني او د جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لار يې يو له بل سره د سولې مخامخ خبرې بللې دي.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي د روسیې له ولسمشر ولادمير پوتين غوښتي چې خبرو ته سره کېني او د جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لار يې يو له بل سره د سولې مخامخ خبرې بللې دي.
نوموړي په عيني حال کې له لوېديځ غوښتي چې د روسيې د يرغل په مقابل کې جنګي الوتکي ورکړي.
د اوکرايين ولسمشر له لوېدیځ د مرستې غوښتنې په داسې حال کې کړې چې د کيېف او مسکو تر منځ د خبرو دويم پړوا پای ته ورسېد.
د اوکرايين د يوه چارواکي په وينا دواړو لورو د جګړې له سيمو د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د يوه بشري دهيلز پر جوړولو هوکړه وکړه.