اوکرایني چارواکي: د زاپروژیا په ستره اټومي بټۍ کې اور مړ شوی دی

0
140

اوکرایني چارواکي: د زاپروژیا په ستره اټومي بټۍ کې اور مړ شوی دی

د زاپروژیا سیمې نظامي مسول الکساندر ستاروخ ددغې اټومي بټۍ د مشر له قوله ویلي چې د دغو تاسیساتو خوندي توب تضمین دی. خو په بټۍ کې د اور لګیدنې له امله یو رونیز مرکز او یو لابراتوار زیانمن شوي ‌دي.

 

(2022 / 3 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

داوکرایني چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کې د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې حالت خوندي دی.

د زاپروژیا سیمې نظامي مسول الکساندر ستاروخ ددغې اټومي بټۍ د مشر له قوله ویلي چې د دغو تاسیساتو خوندي توب تضمین دی. خو په بټۍ کې د اور لګیدنې له امله یو رونیز مرکز او یو لابراتوار زیانمن شوي ‌دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روسیې اردو له څو اړخونو څخه د اروپا پر ستره اټومي بټۍ زاپروژیا بریدونه پیل کړل چې له امله یې د بټۍ په یو شمیر برخو کې اور بل شو.

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر ویلي که دا بټۍ چاودلې وای چاودنه به یې د ۱۹۸۶ کال چرنوبیل بټۍ نه لس برابره لویه وای.

Leave a reply