امریکايي وګړي: بایډن د سیاسي فشار له ویرې د افغانانو پيسې نه خوشې کوي

0
176

امریکايي وګړي: بایډن د سیاسي فشار له ویرې د افغانانو پيسې نه خوشې کوي

دوی ویلي، چې دغه کار اخلاقي اړتیا لري، دغه راز د امریکا د ملي امنیت په ګټه هم ده، څو افغانستان له بشپړې تباهۍ وژغورل شي. د دوی په خبره د بایډن حکومت باید لوړه حوصله لرلی وای، دا چې د ا پيسې د طالبانو نه دي، باید عامو افغانانو ته یې ورکړې وای.

 

(2022 / 3 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته طا لبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل خو امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا اوه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه.

د ډي انټرسیپټ په نامه د یوې امریکایۍ ویب پاڼې د خبر له مخې، د یادې پيښې د قربانیانو کورنیو د امریکا له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان یادې پيسې خوشې کړي، څو هلته خلک له لوږې مړه نه شي.

دوی ویلي، چې دغه کار اخلاقي اړتیا لري، دغه راز د امریکا د ملي امنیت په ګټه هم ده، څو افغانستان له بشپړې تباهۍ وژغورل شي. د دوی په خبره د بایډن حکومت باید لوړه حوصله لرلی وای، دا چې د ا پيسې د طالبانو نه دي، باید عامو افغانانو ته یې ورکړې وای.

د یادې پېښې قربانیانو دغه راز ویلي، چې د بایډن حکومت د سیاسي فشار له ویرې د افغانانو یادې پيسې نه خوشې کوي.

د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د بایډن دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان د دې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.

Leave a reply