نایجریا له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

0
147

نایجریا له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه، دا مرستې سخاوتمندانه وبللې او د هغې هرکلی یې وکړ. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې دغه مرسته د میلیونونو افغانانو د وضعیت د هواري په موخه د دغه سازمان له هڅو سره د مرستې په موخه شوې ده.

 

(2022 / 3 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د محمدو بوهاري په مشرۍ د نایجریا حکومت د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه، دا مرستې سخاوتمندانه وبللې او د هغې هرکلی یې وکړ. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې دغه مرسته د میلیونونو افغانانو د وضعیت د هواري په موخه د دغه سازمان له هڅو سره د مرستې په موخه شوې ده.

دغه سازمان د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی او د دغه هېواد په اړه د خپل ځانګړي پرېکړه لیک د بشپړ تطبیق لپاره به هر ډول هڅې وکړي، چې د تېر ډسمبر میاشت کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په وروستۍ غونډه کې صادر شو.

د اسلامي همکاریو سازمان پر خپلو ټولو غړو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق لپاره په اسلامي بانک کې د جوړ شوي بانکي حساب له لارې مرسته وکړي.

Leave a reply