نهه نړیوال بنسټونه؛ افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې څاري
نهه نړیوال بنسټونه؛ افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې څاري
د افغانستان د بشري حقونو دغه ائتلاف کې د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار اداره، مډرې، د ربړونې مخنیوي سازمان او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ شامل دي.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره د نهو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو یوه ډله جوړه کړې ده.
دغه ائتلاف به د دوی په وینا افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت څاري، د بشري حقونو د خوندیتابه او د دې هڅه به کوي چې د دغو حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي.
د افغانستان د بشري حقونو دغه ائتلاف کې د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار اداره، مډرې، د ربړونې مخنیوي سازمان او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ شامل دي.
د راپور له مخې، دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو دغه هېواد کې له بشري حقونو جدي سرغړونې دوام لري.
د ا.ا تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان لخوا افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارلو ته د دغه نوې جوړې شوې ډلې دې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.