پوتین: اوکراین کې له هرې ممکنه لارې خپلو موخو ته ځان رسوم

پوتین: اوکراین کې له هرې ممکنه لارې خپلو موخو ته ځان رسوم
پوتین مکرون ته ټينګار کړی، چې روسیه به په هر صورت خپل ځانګړي پوځي عملیات کوي. نوموړي خبرداری ورکړی، که اوکراین هڅه وکړي، مذاکرات وځنډوي یا یې اوږده کړي، مسکو به يې پر وړاندې شویو غوښتنو کې نور موارد هم ورزیات کړي.
(2022 / 3 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې مسکو په اوکراین کې له هرې ممکنه لارې خپلو موخو ته ځان رسولی شي.
کرملین په یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې پوتین دغو ټلیفوني خبرو کې ټينګار کړی، چې روسیه به خپلو موخو ته چې د اوکراین غیرنظامي کول او بې طرفي ده، دوام ورکوي.
په ویناپاڼه کې راغلي، چې پوتین دغې ټلیفوني اړیکه کې له اوکرایني استازو سره د مذاکراتو د چوکاټ اساسي شرایط او کړنلاره بشپړه تشرېح کړې ده.
د معلوماتو له مخې، روسي پلاوی به دې پړاو مذاکراتو کې د اوکراین د بې پرې توب او غیرنظامي کولو باندې بحث وکړي.