د جرمونو نړیواله محکمه وايي د اوکراین د جګړې په اړه څېړنې پيلوو

0
168

د جرمونو نړیواله محکمه وايي د اوکراین د جګړې په اړه څېړنې پيلوو

جرمونو نړیوالې محکمې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼو هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ دوی غواړي پر اوکراین د روسیې د یرغل او په دې لړ کې د شوو جنګي جنایتونو په اړه پلټنې پيل کړي.

 

(2022 / 3 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین د جګړې په اړه د څېړنو پیلولو خبر ورکړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼو هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ دوی غواړي پر اوکراین د روسیې د یرغل او په دې لړ کې د شوو جنګي جنایتونو په اړه پلټنې پيل کړي.

یاده محکمه وایي هڅه یې دا ده چې وکړی شي نړیوالو ته د اوکراین د جګړې پټ اړخونه روښانه کړي او په اړه یې خپله پرېکړه هم وکړي.

تر دې وړاندې اوکراین د جرمونو نړیوالې محکمې ته د روسیې له یرغل شکایت کړی دی او ددې مسئلې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

Leave a reply