په اوکراین برید کوونکو او کیف ته ننوتونکو فوځیانو کې د چیچنیا او داغستان اهلکار هم شامل دي

0
166

باغي ټي وي رپورټ
روس د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه پر اوکراین برید وکړو، د هغه ورځ تر نن پورې جنګ دوام لري، روس د اوکراین د ښارونو محاصره کړې او جهګړا دوام لري.

د جیو نیوز رپورټ مطابق د امریکا، برتانیې، اروپايي اتحادیې او ناټو (چې روسیه یې پاروونکي بولي) له اقداماتو وروسته ښايي جګړه نوره هم زیاته شي، او روسیې د خبرو له ناکامېدو وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اوکراین ته په ننوتونکو عسکرو کې د روسیې د نیمه خودمختاره مسلمان اکثریتي ایالتونو داغستان او چیچنیا اهلکار هم شامل دي.
په دغو ځواکونو کې زیات شمېر مسلمان پوځیان شامل دي، خو په زړه پورې خبره دا ده چې په دغو دوو ایالتونو، چیچنیا او داغستان کې روسیه له څو لسیزو راهیسې د بېلتون غوښتونکو له وسله وال مقاومت سره مخامخ ده .

Leave a reply