د م،م امنیت شورا د افغانستان پۀ اړه غونډه کړې 

0
200

د م،م امنیت شورا د افغانستان پۀ اړه غونډه کړې 

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا له نوي حکومت غوښتي چې د خلکو د غوښتنو په مقابل کې نرمښت وښيي او د نړیوالې ټولنې غوښتنو او قوانینو ته درناوی وکړي، څو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات راتګ ډاډمن شي.

(2022 / 3 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او دلته د دایمي سولې او ثبات په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور غونډې ته وړاندې کړی دی.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې یې د ژمي په اوږدو کې له میلیونونه وګړو سره بشردوستانه مرستې کړې دي.

هغه وايي افغانان له ژمي ژوندي راووتل، خو اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د پایدارې اقتصادي ودې لپاره له دوی سره مرستې وکړي او په راتلونکې کې د داسې یوه وضعیت مخه ونیسي.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او بحثونو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply