د افغانستان ګاونډی هیواد ازبکستان څخه د تجارتي توکو ډک ټرک د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شوې

0
147

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله سوداګرو او ځایی سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې پرون په تورخم پوله د ازبکستان څخه را روان یو ټرک پاکستان ته راداخل شوې دې.
د سرچنیو مطابق دا ټرک چې د سوداګرۍ توکو(مالوچ) څخه ډک وو پروان پاکستان ته راداخل شول چې څو ورځې وړاندې د ازبکستان څخه افغانستان ته او سو پاکستان ته راداخل شو.
د یادونې ده چې دا تجارتي لارې د ټي آیی آر، انټرنیشنل ټرانزټ روډ، بین المللي ټرانزټ سرک د معاهدې تر لاندې اول افغانستان ته او بیا پاکستان ته تجارتي توکي را ورسول.
ټي آي آر معاهده د ملګري ملتونو د اقتصادي څانګې هغه معاهده ده چې په کال ۱۹۷۵ کې لاس لیک شوې ده.
د تورخم سرچنیو مطابق د ازبکستان څخه راغلي دې ټرک چلوونکو ته په تورخم پوله د پاکستان کسټم ادارې چارواکو تود هرکلې اوویل او بیا ی د تورخم څخه رخصت کړل.

Leave a reply