مولانا فضل الرحمان د حکومت په ضد مهم اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د حزب اختلاف اتحاد پاکستان ډیموکراټیک تحریک او جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو اعلان کړی دی.
رسنیو سره غیررسمي خبرو کې مولانا فضل الرحمان وويل چې اسټيبلشمنٹ زما سره هيڅ رابطه نه لري، مسلم ليګ ن اؤ پيپلز پارټۍ د اسټيبلشمنٹ سره رابطه لري که نه، زه نه پوهيږم، که چا د اسټيبلشمينٽ سره په انفرادي ډول رابطه کړې وي نو باید ادارې ددې نوټس واخلي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ده ووئيل چې د موجوده حكومت راغورځولو کې ټولو مخالفو ګوندونو اتفاق كړې خو د حكومت له ړنګېدو وروسته د نوي حكومت د جوړولو په اړه كومې خبرې نه دي شوي٬ مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې زمونږ توجه په دې ده چې که پسرلي راځي او که نه نو خزان دې لاړ شي. هغه اوویل چې مونږ نه غواړو چې د بې باورۍ څخه مخکې په داخلي شخړه کې بوخت شو. د عدم اعتماد تحريک ته په اشارې سره د اپوزيشن مشر وويل چې د عدم اعتماد تحريک به په راتلونکو ٤٨ ساعتونو کې راوړل شي