بایډن وايي پوتین لۀ نړۍ څخه منزوي شوی دی 

0
153

 بایډن وايي پوتین لۀ نړۍ څخه منزوي شوی دی 

بایډن دا وینا د ګانګرس په ماڼۍ کې وکړه چې په ژوندۍ بڼه خپرېدله. په غونډه کې د امریکا د استازو خونې او مشرانو جرګې غړي، په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین سفیره اوکسانا او نور لوړ پوړي چارواکي او میلمانه ناست و.

 

(2022 / / 3 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې پر پوتین سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې هغه له نړۍ څخه منزوي شوی دی.

بایډن دا وینا د ګانګرس په ماڼۍ کې وکړه چې په ژوندۍ بڼه خپرېدله. په غونډه کې د امریکا د استازو خونې او مشرانو جرګې غړي، په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین سفیره اوکسانا او نور لوړ پوړي چارواکي او میلمانه ناست و.

هغه د اوکراین جګړې ته په اشارې وویل، ولادیمیر رپوتین په اوکراین د یرغل په اړه غلطه محاسبه کړې وه او ده فکر کاوه چې په اوکراین له برید وروسته به نړۍ ورسره ودرېږي، خو هغه له یو داسې قوي دیوال سره مخامخ شو چې تصور یې هم نه کاوه.

د ښاغلي بایډن په خبره، روسیه او پوتین د اوکراین له خلکو سره مخامخ شو. د اوکراین د خلکو مبارزې نړۍ ته انګیزه ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر پر روسي چارواکو د بندیزونو د لګولو په اړه وویل:

“موږ به د خپلو اروپايي متحدینو سره یو ځای د روسیې د شتمنو او اغیزناکو مشرانو پسې ورځو چې تفریحي کښتۍ، مجلل اپارتمانونه او شخصي جټ الوتکې یې پیدا او ضبط کړو. نن شپه د روسیې شتمنو، بانفوذ او فاسدو مشرانو ته چې د دغه خشن رژیم څخه یې میلیاردونه ډالر ګټلي دي، وایم چې نور بس دی.”

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکايي عسکر به په دغه جګړه کې نه ښکېلوي، خو د ناټو او اروپایي متحدینو له انچ-انچ ځمکې څخه به دفاع کوي.

ولسمشر بایډن دغه خبرې په داسې مهال کوي، چې روسیې د اوکراین پر څو ښارونو بریدونه روان کړي دي او ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Leave a reply