وزیراعظم عمران خان د کم آمدن وګړو لپاره ۴۰۷ ملیارده روپو د سود څخه آزادې قرضې اعلان کړې

0
128

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ د 407 اربه روپو په ارزښت د سود نه پاک قرض پروګرام پرانسته وکړه ، په دې موقع عمران خان اوویل چې دا ګام به د کم آمدن خلقو لپاره ډیر ګټور ثابت شي چې دوی په مالي توګه ښه شي.

وزیراعظم دا خبرې په فیصل جومات كښې د كم آمدن طبقې سره تعلق لرونكي ګڼ شمېر خلقو ته د وینا په مهال وکړه كوم چې د كامياب پاكستان پروګرام لاندې د بې سود قرضونو د پېل كولو لپاره تابیا شوې په غونډه کې راغونډ شوي وو.
د اې پي پي رپورټ مطابق ، کامياب پاکستان پروګرام، د غربت کمولو لپاره د وزيراعظم عمران خان د وژن يوه برخه ده، ددې پروګرام ترلاندې به په راتلونکو دوو کلونو کې به ځوانانو، ښځو، کروندګرو او د کم آمدن لرونکو کسانو لپاره د کورونو جوړولو لپاره پورونه ورکړل شي.
وزيراعظم په دې موقع اوویل چې دې پروګرام څخه به 4.5 میلیونه کورنۍ به د سود څخه پاک قرضونو په مدد سره د وړو کاروبارونو شروع کولو، د کورونو جوړولو، کروندې او فني تعليم زده کولو لپاره ګټه پورته کوي.
وزيراعظم عمران خان وويل تر دې مهاله په بيلا بيلو فلاحي سکيمونو کې د کم آمدن لرونکو خلکو لپاره ٢.٥ اربه روپۍ ورکړل شوي دي او زیاته ی کړه چې چې د حکومت لخوا د عامو خلکو د اسانتياو دپاره د ٥٥،پینځ پنځوس اربه روپو قرضونه هم ورکړل شوي دي.
ده ووئيل چې مونږ پاكستان د مدینې ریاست د طلائي اصولولاندې سم د يو سماجي او فلاحي هېواد په توګه د کار کولو منصوبه جوړه کړې او پیل کړې ده.

Leave a reply