نظري: نور د افغانستان په اړه پردي پرېکړه نه شي کولی

نظري: نور د افغانستان په اړه پردي پرېکړه نه شي کولی
نظري دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ترنیګلی بللی دی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته له دغه هېواد سره بشري مرستې دوام ونه مومي نو افغانان به له یو بې ساري بشري او اقتصادي بحران سره مخ شي.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د اقتصاد وزارت مرستیال وایي چې یاد وزارت پر یوې داسې اقتصادي پالیسي کار پیل کړی دی چې په بشپړېدو او تصویب سره به یې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې پام وړ مثبت تغیرات راشي.
عبدالطیف نظري په خپله وروستۍ مرکه کې زیاته کړې ده چې افغانستان اوس خپلواک نظام لري او دا هېواد په هغه موقعیت کې نه دی چې نور هېوادونه یې په اړه پرېکړه وکړي.