امریکا: دوی د افغان مېرمنو د حقونو لپاره لۀ بېلابېلو برخو سره یحثونه لري 

0
85

امریکا: دوی د افغان مېرمنو د حقونو لپاره لۀ بېلابېلو برخو سره یحثونه لري 

نوموړې وایي څو ورځې یې په دوحه کې تېرې کړې او هلته یې د ملګرو هېوادونو له استازو او قطري چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت او مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.

 

(2022 / 3 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه یې له بېلو اړخونو سره پراخ بحثونه لرلي دي.

نوموړې وایي څو ورځې یې په دوحه کې تېرې کړې او هلته یې د ملګرو هېوادونو له استازو او قطري چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت او مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.

نوموړې وایي قطري مېرمنې د افغان مسلمانو مېرمنو لپاره ښه اولګو کېدلی شي چې دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي.

Leave a reply