افغانستان کې اوسنی بشري ناورین اقتصادي ریښه لري

0
93

افغانستان کې اوسنی بشري ناورین اقتصادي ریښه لري 

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي که په افغانستان کې اقتصادي ستونزې حل کېږي نو ددې احتمال شته چې روان بشري ناورین کابو کړل شي. سرچینې له افغانستان سره پر پراخو مرستو او ددغه هېواد د شتمنیو په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه کړې ده.

(2022 / 3 / 2   نېټه باغي تلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي افغانستان کې د اوسني بشري ناورین رېښه اقتصادي مسایلو ته رسېږي.

سرچینه کاږي په افغانستان کې بشري وضعیت خورا ترینګلی دی او لامل یې هم دا دی چې خلک له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

د دغه ادارې په راپور کې راځي، چې بېکاري ډېره شوې، معاشونه راکم شوي، د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، عایدات کم شوي او اقتصادي بې ثباتۍ اندېښنې ډېرې کړې دي.

Leave a reply