د پاکستان د ۵۰ زره تنه غنمو مرستې لۀ جملې ۳۶۰۰ ټنه ننګر هار ته رسېدلې؛ ذ،م ورڅخه د مننې تر څنګ د لا ډیرو مرستو هیله مندي کړې

د یادونې ده چې پاکستان بار بار ویلي چې دوی به پۀ دې سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ دریږي او د خپلو مرستو تر څنګ به ورته د نړۍوالو مرستو پۀ جذب کې هم خپله همکاري کوي.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان له افغانانو سره د خپلو مرستو د یوې برخې په توګه له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنم ژمنه کړې.
ویل کېږي چې د ۳۶۰۰ ټنو لومړۍ جوپه تېره ورځ ننګرهار ته راورسېده.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد یو ټوېټ کې ویلي چې دوی لۀ وروز هیواد پاکستان څخه د دې مرستې هرکلي کوي او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې ترې کړې.