نړیوال بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

0
230

نړیوال بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک وایي چې دغه پیسې به ملګرو ملتونو ته ورکوي، څو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیستم د جوړېدو، وړتیاوو د ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.

 

(2022 / 3 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

نړیوال بانک له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړه.

د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستان سره په دې سخت وضعیت کې د بشردوستانه مرستو په موخه یو میلیارد ډالر نړیوالو بنسټونو ته ورکوي څو دوی وکړی شي له رامنځ ته شوي ناوړه وضعیت سره مبارزه وکړي.

نړیوالې رسنۍ وایي دا یو میلیارد ډالر د هغو مرستو له ډلې دي چې په تېر کې یې له افغانستان سره ژمنه شوې وه، خو د نوي حکومت په راتګ سره یې ورکړه ځنډېدلې وه.

نړیوال بانک وایي چې دغه پیسې به ملګرو ملتونو ته ورکوي، څو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیستم د جوړېدو، وړتیاوو د ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.

Leave a reply