عمران خان چوهدري برادران سره لیدنه کړې

0
63

باغی ټي وي رپورټ
چوهدري وروڼه د هیواد په سیاست کې د حکومت او اپوزیشن د توجه مرکز ګرځیدلي دي، د اپوزیشن د مشرانو له پرله پسې غونډو وروسته وزیراعظم عمران خان هم آخر چوهدري وروڼو یادونه وکړه او دوی سره ی ملاقات کړې دې .

د جیو نیوز رپورټ مطابق وزيراعظم عمران خان د چوهدري وروڼو سره د ليدني لپاره د هغوي کور ته ورغلی او د لنډ ملاقات نه وروستو بيرته روان شوې دې .
سرچينې زياته کړې، چې لومړي وزير د پاکستان مسلم ليګ (ق) چې د هغه د حکومت مهم متحد دى، غوښتنه کړې چې په سخت وخت کې دې ددوی ملاتړ وکړي.
د وزيراعظم او چوهدري وروڼو ترمينځ ملاقات تر 30 دقيقو زيات دوام وكړو۔

اوس د وزيراعظم عمران خان د چوهدري وروڼو سره د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده.سرچينې وائي چې چوهدري وروڼو وزيراعظم سره دخپل يووالي او ودریدو اعلان کړى دى.

دسرچينو ترمخه وزيراعظم سره په ليدنه کې چوهدري برادران دا هم وويل چې د داسې يو ګام څه فائده ده چې پکې د کاميابۍ څه چانس نه وي.دسرچينو له مخې چوهدري وروڼو وزيراعظم ته ويلي دي چې هغوي به دوی سره سياست او ملاتړ وکړي. چوهدري وروڼو دا هم ویلي دي چې د بې اعتمادۍ خبرې تشې قیصې دي.

Leave a reply