ایرانی جنرال: له افغان لوري د هیڅ تهدید وېره نه لرو

ایرانی جنرال: له افغان لوري د هیڅ تهدید وېره نه لرو
نوموړي زیاته کړې ده چې پر پوله د دواړو لوریو څار شته دی او تر اوسه پورې دوی داسې شواهد نه دي موندلي چې پر بنسټ یې له افغان لوري څخه د ګواښ وېره محسوسه کړي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې نړۍ پر افغانستان فشارونه ډېر کړي او په وار وار یې ویلي چې دوی به افغانستان هغه وخت په رسمیت وپېژني کله چې یې ډاډ تر لاسه کړ چې نور له دغه هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته خطر متوجه نه دی، ایران ویلي چې له افغان لوري د هیڅ ګواښ وېره نه لري.
د ایران د شمال ختیځ زون د ځمکنیو ځواکونو قومندان رضا اذریان ویلي چې دوی له افغانستان څخه د هیڅ ګواښ وېره نه لري.
نوموړي زیاته کړې ده چې پر پوله د دواړو لوریو څار شته دی او تر اوسه پورې دوی داسې شواهد نه دي موندلي چې پر بنسټ یې له افغان لوري څخه د ګواښ وېره محسوسه کړي.






