امریکایي لیکوالان:  افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله بایډن باید استیضاح شي

0
276

امریکایي لیکوالان:  افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله بایډن باید استیضاح شي

هغوی ویلي چې بایډن پر یادو جنایتونو د سترګو پټولو ترڅنګ اوس د افغانانو د پیسو غلا او چور ته هم ملا تړلې ده او د دغه جګړه ځپلي او فقیر هېواد له مالي شتمنۍ څخه پیسې ګرځوي.

 

(2022 / 2 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکایي لیکوالانو د کانګرس پر مترقي غړو غږ کړی دی چې بایډن په افغانستان کې د ترسره کړو جنګي جنایتونو له امله استیضاح کړي.

کاونټرپروچ د یادو لیکوالانو له قوله کانګرس ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې شاوخوا یو ملیون افغانان وژلي دي.

هغوی ویلي چې بایډن پر یادو جنایتونو د سترګو پټولو ترڅنګ اوس د افغانانو د پیسو غلا او چور ته هم ملا تړلې ده او د دغه جګړه ځپلي او فقیر هېواد له مالي شتمنۍ څخه پیسې ګرځوي.

دوی د بایډن وروستی اقدام ناانصافي بللې ده او ټینګار یې کړی دی چې یادې پیسې دې بېرته افغانانو ته وګرځول شي.

دغو لیکوالانو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې بایډن دې له چور څخه راوګرځول شي او د ترسره کړو جنایتونو په خاطر دې ځواب ویلو ته راوبلل شي.

Leave a reply