کابل ښاریان: د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي

کابل ښاریان: د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي
څه موده وړاندې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوه په بازار کې ورسره د خوراکي توکو بیې هم وختې خو د حکومت تر جدي څار او ټینګار وروسته بېرته یو څه راټیټې شوې خو کابل ښاریان وایي چې اوس یو ځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل ښار اوسېدونکي په بازار کې د خوراکي توکو د بیېو له لوړوالي شکایت کوي.
څه موده وړاندې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوه په بازار کې ورسره د خوراکي توکو بیې هم وختې خو د حکومت تر جدي څار او ټینګار وروسته بېرته یو څه راټیټې شوې خو کابل ښاریان وایي چې اوس یو ځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی زیاتوي په داسې حال کې چې د ډالر بیه تر یوه حده ښه شوې ده خو بیا هم دوکانداران توکي په پخوانیو قیمتونو پلوري. دوکانداران بیا د بیو د جګوالي لامل د افغانۍ ارزښت لوېدل بولي.
کابل ښارریانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې پر بازار څار ډېر کړي او له بې انصافانو سره قانوني چلند وکړي.





