د کب لسمه؛ ا.ا: یرغلګر دې د دښمنۍ پر ځای د ډيپلوماسۍ لار خپله کړي
د کب لسمه؛ ا.ا: یرغلګر دې د دښمنۍ پر ځای د ډيپلوماسۍ لار خپله کړي
اعلامیه کې راغلي چې تېر ته په کتو د افغانستان دښمنان باید د دښمنۍ پر ځای د ډيپلوماسۍ لار خپله کړي او له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې ورغوي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نن د کب میاشتې لسمه له ا.ا سره د امریکا د تړون له دویمې کلیزې سره برابره ده.
د افغانستان ا.ا په همدې مناسبت خپرې کړې اعلامیه کې دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یرغلګرو د ماتې له ورځې سره برابره بللې ده او زیاته کړې یې ده چې په همدې ورځ د افغانانو د وسله والې مبارزې او مجاهدت په نتیجه کې امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورساوه او د ځواکونو ایستل یې له هیواده پیل کړل.ا.ا ویلي چې تېره یوه پېړۍ افغانستان د مختلفو هېوادونو تر یرغل لاندې راغلی خو د افغانانو د پرلپسې اتلولیو په پایله کې یې بېرته ازادي اخیستې ده.
اعلامیه کې راغلي چې تېر ته په کتو د افغانستان دښمنان باید د دښمنۍ پر ځای د ډيپلوماسۍ لار خپله کړي او له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې ورغوي.
اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی دی چې افغانان سوله خوښي خلک دي او د نورو په چارو کې د مداخلې تابیا نه لري او دغه راز له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.