خلیلزاد: خوشحاله یم چې افغانستان کې د اوږدو جګړو ټغر ټول شو

خلیلزاد: خوشحاله یم چې افغانستان کې د اوږدو جګړو ټغر ټول شو
خلیلزاد ویلي که د مخکیني افغان حکومت مشرتابه د سولې سبوتاژ نه وی کړی نو هر څه به په ښه توګه مخکې تللي وو او افغانستان به له اوسني اقتصادي ناورین سره نه وو مخ شوی.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکیني خاص استازي زلمي خلیلزاد د دوحې هوکړې دوه کلن کیدو په مناسبت،تازه څرګندونو کې ویلي، خوشاله دی چې افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې ټغر اوس ټول شوی دی.
خلیلزاد ویلي که د مخکیني افغان حکومت مشرتابه د سولې سبوتاژ نه وی کړی نو هر څه به په ښه توګه مخکې تللي وو او افغانستان به له اوسني اقتصادي ناورین سره نه وو مخ شوی.
د یادونې ده چې یو شمېر افغانان بیا خلیلزاد لۀ افغانستان سره پۀ خیانت تورنوي او وایي چې د نوموړي دوکه د افغانستان د تېر نظام د سقوط لامل شوه.






