د م.م غونډه؛ ښايي ۱۰۰ هېواده د روسیې ضد دریځ ولري

0
135

د م.م غونډه؛ ښايي ۱۰۰ هېواده د روسیې ضد دریځ ولري

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل ددې وخت دی چې جګړه ودرول شي، سرتېري خپلو پوځي اډو ته ستانه شي، د ملکي وګړو ژوند خوندي شي او مشران سولې ته سره کېني. ښایي ددې غونډې په پای کې شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه د روسیې ضد دریځ ولري.

(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه فوق العاده غونډه رابللې ده.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو شاوخوا ۱۹۳ غړي هېوادونه خپلې څرګندونې ولري او نظریات به شریکوي.

په پای کې به یو پرېکړه لیک صادرېږي او په هغه کې به له روسیې وغوښتل شي چې ژر تر ژره خپل سرتېري وباسي.

Leave a reply