ملګري ملتونو غږ کړی چې افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي

ملګري ملتونو غږ کړی چې افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي
هغه ویلي بشري حقونه داسې ځواکمنه مسئله ده چې سترګې نه شي ترې پټېدای نو له همدې امله د افغانستان په ګډون د نړۍ ځينو نورو هېوادونو ته په کار ده چې د خپلو وګړو حقوق رعایت کړي او په دې توګه دې د نړیوالو قوانینو عملي کولو ته لار برابره کړي.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې باید بشري حقونه په جدي توګه رعایت شي.
د ملګر ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ویلي د افغانستان نوی حکومت باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او نړیوال بشري قوانین دې عملي کړي.
هغه ویلي بشري حقونه داسې ځواکمنه مسئله ده چې سترګې نه شي ترې پټېدای نو له همدې امله د افغانستان په ګډون د نړۍ ځينو نورو هېوادونو ته په کار ده چې د خپلو وګړو حقوق رعایت کړي او په دې توګه دې د نړیوالو قوانینو عملي کولو ته لار برابره کړي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت کولو غوښتنه کړې ده، خو افغان حکومت وايي دوی د خپلو وګړو حقونو ته درناوی لري.






