د اوکراین جګړه؛ تر اوسه پورې تر ۲ زره ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اوکراین جګړه؛ تر اوسه پورې تر ۲ زره ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونو د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي چې په دې جګړه کې ۳۵۲ کسان وژل شوي او ۱۶۸۴ نور ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي چې دغه راز ۲۶۸ زره کسانو له اوکراین څخه ورڅېرمه هېوادونو ته کډه کړې ده.
(2022 / 2 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین جګړه کې تر اوسه پورې تر دوه زره د ډېرو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې دوه زره او ۳۶ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونو د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي چې په دې جګړه کې ۳۵۲ کسان وژل شوي او ۱۶۸۴ نور ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي چې دغه راز ۲۶۸ زره کسانو له اوکراین څخه ورڅېرمه هېوادونو ته کډه کړې ده.
رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې مذاکراتي پلاوی له اوکرایني پلاوي سره د خبرو لپاره په بلاروس کې دی خو اوکراین د خبرو تر پیلېدو مخکې د اوربند غوښتنه کړې ده.