ا.ا ویلي چې د ټاپي پروژې امنیتي طرحه مو ترکمنستان سره شریکه کړې

0
225

ا.ا ویلي چې د ټاپي پروژې امنیتي طرحه مو ترکمنستان سره شریکه کړې

د ترکمنستان چارواکو ویلي، د ټاپي د ګازو نل‌لیکې عملي کار په ترکمنستان کې پای ته رسیدلی دی او ټاکل شوې ده، چې د دې پروژې عملي کار په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې هم پیل شي.

 

(2022 / 2 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض‌وف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس مایرات امانوف سره د ټاپي پروژې په اړه ناسته کړې ده او د یادې پروژې پر امنیتي طرحه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته مالومات ورکړي دي.

د ترکمنستان چارواکو ویلي، د ټاپي د ګازو نل‌لیکې عملي کار په ترکمنستان کې پای ته رسیدلی دی او ټاکل شوې ده، چې د دې پروژې عملي کار په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې هم پیل شي.

Leave a reply