روسیې یو ځل بیا ویلي چې زلنسکې له کیف څخه تښتېدلی دی
که څه هم اوکراین وړاندې تر دې د زلنسکې د تېښتې راپورونه رد کړي دي خو ویاچسلاو څرګنده کړې ده چې نوموړي د لویو په نامه د اوکراین غربي سیمې ته پناه وړې ده.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یو لوړپوړي روسي چارواکي ویاچسلاو ولودین ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې له کیف څخه تښتېدلی دی.
که څه هم اوکراین وړاندې تر دې د زلنسکې د تېښتې راپورونه رد کړي دي خو ویاچسلاو څرګنده کړې ده چې نوموړي د لویو په نامه د اوکراین غربي سیمې ته پناه وړې ده.
نوموړي زیاته کړې ده، هغه ویډیوګانې چې زلنسکې یې د خپل موقعیت په اړه خپروي مخکې له مخکې ثبت شوې دي او نوموړی یې د خپلو ځواکونو د روحیې پیاوړتیا په موخه خپروي خو په حقیقت کې داسې نه ده، زلنسکې د جمعې په ورځ په ډېر سرعت له کیف څخه پښې سپکې کړې دي او لویو ته تللی دی.










Leave a Reply