د افغانستان بانک؛ د امریکا د خزانې وزارت د وروستي اقدام هرکلی کړی

0
159

د افغانستان بانک؛ د امریکا د خزانې وزارت د وروستي اقدام هرکلی کړی

د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی. ددې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

 

(2022 / 2 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

یاد بانک ویلي چې د امریکا دا اقدام به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز به ورسره له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د خصوصي بانکونو راکړه ورکړه هم خپل عادي حالت ته راوګرځي.

د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی. ددې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

Leave a reply