زیلنسکې د اوربند په اړه د پوتین وړاندیز منلی دی

زیلنسکې د اوربند په اړه د پوتین وړاندیز منلی دی
په همدې حال کې روسي رسنیو بیا راپور ورکړی دی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکې د اسراییل لومړي وزیر ته د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی خو اوکراین دا خبره رد کړې ده چې ګوندې دوی دې کوم هېواد ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی وي.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکې د اوربند په اړه د پوتین وړاندیز منلی او خبرو اترو ته یې چمتووالی ښودلی دی.
د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند سرګي نیکیفوروف پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دوی د اوربند وړاندیز نه دی کړی خو د دغې موضوع په اړه د پوتین وړاندیز مني.
هغه ټینګار کړی دی چې دوی تل د جنجالي مسائلو په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی دی او له دې وروسته هم د حل یوازینۍ لار مذاکرات بولي.
د هغه په خبره، د مذاکراتو د ځای په اړه خبرې روانې دي. نوموړي ویلي، څومره چې ژر کېدای شي دا خبرې باید پیل شي څو په اوکراین کې د عادي ژوند لپاره شرایط برابر شي.