زیلنسکي اسراییل ته؛ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی
زیلنسکي اسراییل ته؛ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی
د یادونې ده چې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته ویل کېږي چې ګڼ اوکرایني سرتېري وژل شوي او اوکراینیان د ځان ژغورنې په موخه ورڅېرمه هېوادونه ته کډوال شوي دي.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اسراییل لومړي وزیر ته د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
نوموړي ویلي چې دوی ته د اوکراینیانو ژوند ارزښت لري او هغوی نباید تر دې ډېر د یو جابر له لوري د اور د لمبو خوراک شي.
په ورته وخت کې اسراییل هم له دواړو هېوادونو څخه غوښتي چې خبرو اترو ته را وړاندې شي.
د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې دوی به د انسانانو د ژوند او خوندیتوب لپاره ټوله هڅه وکړي.
د یادونې ده چې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته ویل کېږي چې ګڼ اوکرایني سرتېري وژل شوي او اوکراینیان د ځان ژغورنې په موخه ورڅېرمه هېوادونه ته کډوال شوي دي.