ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

0
34

ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین شخړه باید همدا اوس پای ته ورسېږي ځکه چې د ده په خبره، دا به یوازې اوکراین نه بلکې ټوله سیمه او نړۍ له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي.

ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه.

هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین شخړه باید همدا اوس پای ته ورسېږي ځکه چې د ده په خبره، دا به یوازې اوکراین نه بلکې ټوله سیمه او نړۍ له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

Leave a reply