اوکراین دعوه کړې چې تر اوسه مو پنځه روسي الوتکې او یوه چورلکه راپرځولې
هغه زیاته کړې ده چې دوی د خپلې خپلواکي لپاره له هیڅ راز خطرونو نه وېرېږي او څو پورې چې ژوندي وي د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت دفاع به کوي. نوموړي له خپلو هېوادوالو هم غوښتي چې خپل یووالی او ارامښت وساتي.
(2022 / 2 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید فرمان صادر کړ، د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې یې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه چورلکه را نسکورې کړې دي.
هغه زیاته کړې ده چې دوی د خپلې خپلواکي لپاره له هیڅ راز خطرونو نه وېرېږي او څو پورې چې ژوندي وي د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت دفاع به کوي. نوموړي له خپلو هېوادوالو هم غوښتي چې خپل یووالی او ارامښت وساتي.
هغه ټینګار دی چې روسیې تېری کړی دی او دوی به هیڅکله د یرغلګرو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.










Leave a Reply