روسیې پر اوکراین هوايي بریدونه پیل کړي 

0
80

روسیې پر اوکراین هوايي بریدونه پیل کړي 

ورسره جوخت په نړیواله کچه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ټکر اندېښنې هم پراخې شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر روسیه او اوکراین بحث روان کړی دی او بایډن بیا د جي اووه هېوادونو د غونډې پر جوړېدو ټینګار کړی او وایي باید ژر د پوتین په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ پر پراختیا دی.

تازه ځينې نړیوالې رسنۍ وایي چې روسیې په اوکراین کې پر ځینو برخو هوایي بریدونه کړي دي.

بلخوا اوکراین بیا د یوې روسي الوتکې د غورځولو ادعا کړې ده. ځینې خبریالان وایي، پوتین له اوکرایني پوځ غوښتي چې خپلې وسلې وغورځوي او کورونو ته لاړ شي.

ورسره جوخت په نړیواله کچه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ټکر اندېښنې هم پراخې شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر روسیه او اوکراین بحث روان کړی دی او بایډن بیا د جي اووه هېوادونو د غونډې پر جوړېدو ټینګار کړی او وایي باید ژر د پوتین په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

پوتین بیا د تل په څېر خپل ورځني رسمي کارونه پيل کړي او ټاکل شوې چې نن د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیده کاته ولري.

Leave a reply