تر دې دمه شاوخوا ۴ میلیونه وګړو ته په افغانستان کې واکسین وېشل شوي دي

0
92

 تر دې دمه شاوخوا ۴ میلیونه وګړو ته په افغانستان کې واکسین وېشل شوي دي

سرچینه وایي چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۴،۱ میلیون وګړو ته د کرونا ضد واکسین وېشل شوي دي او دا لړۍ دوام لري. د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په واکسین شوو کې پنځوس سلنه یې ښځینه دي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي دوی لا هم په افغانستان کې د کواکس پروګرام له لارې د واکسینو رسولو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې لا ډېر وګړي واکسین تر لاسه کړي.

سرچینه وایي چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۴،۱ میلیون وګړو ته د کرونا ضد واکسین وېشل شوي دي او دا لړۍ دوام لري. د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په واکسین شوو کې پنځوس سلنه یې ښځینه دي.

د یادې ادارې په خبره دا شمېره د افغانستان د ټول نفوس ۱۲.۵ سلنه جوړوي او هڅه کېږي چې دا سلنه د لا ډېرو واکسینو په وېشلو لوړه کړل شي.

Leave a reply