د اوکراین جنګ؛ د تېلو او ګازو پۀ نړۍوال بازار یې بده اغېزه پرېباسلې

0
76

د اوکراین جنګ؛ د تېلو او ګازو پۀ نړۍوال بازار یې بده اغېزه پرېباسلې

نړیوالې رسنۍ وایي چې د ګازو او تېلو بیه په اروپایي او اسیايي هېوادونو کې مخ په لوړېدو ده او ښايي کړکېچ لا پراخ شي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین خپلو سرتېرو ته امر کړی چې په دوو بېلو شوو سیمو کې عملیات وکړي او خپل دې ماموریت ته یې د سولې ساتنې ماموریت نوم ورکړی دی.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

پر اوکراین د روسیې له برید سره جوخت په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه لوړه شوې ده.

نړیوالې رسنۍ وایي چې د ګازو او تېلو بیه په اروپایي او اسیايي هېوادونو کې مخ په لوړېدو ده او ښايي کړکېچ لا پراخ شي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین خپلو سرتېرو ته امر کړی چې په دوو بېلو شوو سیمو کې عملیات وکړي او خپل دې ماموریت ته یې د سولې ساتنې ماموریت نوم ورکړی دی.

په ورته وخت کې د روسیې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه روانه ده، خو ورسره جوخت د امریکا ولسمشر اوکرایني وګړو ته د امن او سولې دعاګانې پيل کړې دي.

نړیوالې رسنۍ وایي چې غربي هېوادونو په تېره امریکا او ناټو هېڅ وخت له خپلو ملګرو سره د خطر پر وخت ملګرتیا نه ده کړې او د دعاو او اعلامیو په خپرولو یې ملګري تېر ایستلي دي.

Leave a reply